ناټو چارشنبه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ډاګیزه کړي چې د مې لومړۍ نیټې وروسته به د امریکايي ځواکونو وتلو سره هم مهاله ناټو ځواکونو وتل هم پیل شي. د ناټو اعلامیې په متن کې راغلي چې د افغانستان مسله پوځي حل نلري نو ددې په خاطر به ناټو خپل ځواکونه راتلونکو څو میاشتو کې له افغانستانه باسي. خو په ورته وخت کې يې په طالبانو او افغان حکومت هم غږ کړی چې د سولې په تړاو کړي ژمنې پوره کړي. د ناټو پدې اعلامیه کې د افغانستان شخړې هواري لپاره داسې یوه سیاسي جوړجاړي باندې ټينګار شوی چې په هغې کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي شي ، قانون پکې برلاسی وي او دا یقیني کړي چې افغانستان بیا هیڅکله هم د ترهګرو لپاره خوندي ځای باندې بدل نشي