د تحریک لبیک ګوند د څو ورځو راهیسې د پاکستان په لر او بر کې مظاهرې په لاره اچولي. چې تر دې دمه له درې سوه زیات کسان پکې ژوبل شوي او دې دوه پولیسو په ګډون درې نور کسان پکې وژل شوي.
دې تحریک لبیک ګوند مظاهرې وروسته له هغه پیل شولې چې د پاکستان حکومت ددغه ګوند مشر سعد رضوي ونیولو. سعد رضوي له نیول کیدو د مخه پاکستان حکومت ته اخطار ورکړی وه چې که تر اپریل شلمې د فرانسې سفیر له پاکستانه ونه شړي نو ددوی ګوند مظاهرې به پاکستان په سر واخلي.