له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو په تړاو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي. چې که څه هم د امریکا ټولو ځواکونو ایستلو اعلان ښه خبر دی خو د دوحې تړون خلاف د پنځو میاشتو په ځنډ سره د امریکایي ځواکونو وتل د دوحې تړون سرغړونه بولو چې د راتلونکو پایلو مسؤلیت به یې ددوی په غاړه اوسي.