د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنو منسوبینو ته د میړانې او په ریښتنوالۍ سره خپلو دندو اجرا په خاطر د بریال مډالونو ورکړل او په همدې مناسبت جوړ شویو مراسمو پر مهال جمهور ریس اشرف غني وویل ، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل، په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی.
جمهوررئیس وویل، موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتوالی لرو اود دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي
د هیواد جمهوررئیس وویل، یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي نور ورته په دولت کې ځای نشته. طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او یو په بل پسې د اسلامۍ نړۍ د دیني علماوو ټولنو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده
جمهوررئیس له افغانستان سره د سیمې هیوادونو د اړیکو بیاکتنې ته په اشارې وویل، نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هیواد نارامه وي د دوی هیواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي. د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی او د دوستۍ په صورت کې افغانستان تیار دی چې د سیمې او نړۍ هیوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره همکاري وکړي