تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د جمیعت علمای اسلام مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د ترهګر غورځنګ په نوم یاد کړ. چې ددغه بیان وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ په پراخه کچه ددغه بیان رد وکړ او همدا شان ددغه غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم د مولانا فضل الرحمان بیان باندې افسوس ښکاره کړ. او زیاته یې کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ باندې داسې د دوروغو الزامونه اوس هیڅ اثر نلري. ځکه چې پښتون ژغورنې غورځنګ خپله د ترهګرۍ خلاف راپاڅیدلی. او د هر ډول تشدد او سختدریځۍ خلاف یې غږ پورته کړی. د یادولو ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ د څو کلونو راهیسې په سوله ییز ډول د ترهګرۍ خلاف خپله مبارزه پر مخ بیایي. خو دغه غورځنګ ته وخت په وخت بیا د پاکستان حکومت نظامي او استخباراتي ادارو لخوا په مختلفو طریقو سره په غیر ایني طریقې مزاهمت کیږي. چې اوس هم ددغه غورځنګ ځینې مخکښ غړي لکه علي وزیر ، حنیف پشتین او لسګونو نور غورځنګیان بیدون د کومه جرمه په کلونو او میاشتو بندیان کړي