اوس ددې وخت راغلی چې افغانان په خپله د سولې پروسه پرمخ بوِځي
لیکوال:سلطان برکات
د شخړو او بشري څیړنو د مرکز مشر دوحه، قطر
ژباړه : هېواد پریس
د چهارشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د سپټمبر یولسمه نیټه چې پر نیویارک او واشنګټن باندې د بریدونو له شلمې کلیزې سره برابره ده چې په پایله کې یې دامریکا په مشرۍ په افغانستان نظامي یرغل وشو، له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو د وتلو اعلان وکړ.
دې اعلان د امریکا د متحده ایالتونو په پالیسي جوړونکو کړیو کې ناندرۍ راپارولي دي. ځینو یې له افغانستانه د شرایطو پربنسټ د وتلو، د ترهګرۍ پروړاندې د پوره ضمانتونو د رامنځته کولو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د د سولې د جوړجاړي ته د رسیدو غوښتنه کړې ده. په دې وروستيو میاشتو کې د متحده آیالاتو د استخباراتي ادارو ارزونو موندلې چې د افغانانو ترمنځ د سولې هوکړې ته د نه رسیدو په صورت کې د ټولو سرتیرو وتل ښايي په څو کلونو کې په کابل کې د حکومت د ړنګیدو او په هیواد کې د القاعدې د احتمالي بیا را ژوندې کیدو لامل شي.
مګر له اوږدو جګړو سره د بايډن د همیشنې مخالفت له امله هغه د دسرتیرو د وتلو د مهالویش ځنډ ته په ښه سترګه نه ګوري او د هغه اداره په ختیځه آسیا کې راپورته کیدونکو امنیتي ننګونو ته پام اړوي. دا چې تیر کال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د طالبانو سره د اوربند تړون لاسلیک شو چې پر بنسټ یې باید د مۍ د میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه د ټول امریکايي سرتیرو وتل بشپړ شي، نو پر اوربند باندې د هوکړې لپاره د بایډن ادارې سره څه په لاس کې نشته. طالبانو په وار وار ویلي چې د دې نیټې نه وروسته د عسکرو په وتلو کې پاتې راتلل به د جګړې لامل شي.
خو که طالبان د بایډن د عسکرو وتلو اعلان ته وړ غبرګون وښيي او افغان دولت جوړجاړي ته د رسیدو لپاره یو واحد دریځ غوره او نړیوال د دواړو اړخونو اړین سیاسي تضمین وکړي نو لا هم د کړکیچ د مخنیوي امکان شته.
د ناټو وتل
د عسکرو د وتلو لپاره د بایډن ادارې په دې خاطر نوې نیټه اعلان کړه چې تر ده وړاندې د ټرمپ د ادارې د افغانستان د ستراتیژۍ زیانونه جبران کړي. ددې اعلان تر ټولو مهمه او لومړۍ موخه له ناټو سره اړیکو رغول دي چې د ټرمپ د ادارې پرمهال زیانمنې شوې وي، که څه هم دې کار ته د دوه زره شلم کال د سولې د تړون د ناسم ترتیب د سمولو لپاره د وخت اخستلو په سترګه کتل کیږي.
کله چې ټرمپ د ناټو غړي هیوادونه دې ټلوالې ته د کافي مرستې په نه ورکړه تورن کړل په تیره بیا جرمني چې له امریکا وروسته له افغانستان سره تر ټولو ډیره مرسته کوي وګواښه چې بندیزونه به پرې ولګوي نو د امریکا او ناټو ترمنځ اړیکې خړې شوي. تیر کال له طالبانو سره د سرتیرو د وتلو تړون هم د ناټو د غړو اړتیاو ته د پام وړ پاملرنې پرته لاسلیک شو، د ناټو غړی هیوادونه د له افغانستانه د وتلو لپاره امریکا د اردو هوايي ملاتړ پورې تړلي دي.
که څه هم د سپټمبر یوولسمه د سرتیرو د وتلو نیټه سمبولیکه ده خو تر ډیره د لوجستیکي اړتیاو له امله دا نیټه په پام کې نیول شوې ده. دا نیټه ځکه ټاکل شوې ده چې د ناټو غړو هیوادونو ته وخت ورکړي چې له افغانستانه د وتلو لپاره له امریکا سره همغږۍ ته ورسیږي. ځکه خو د بایډن له اعلانه یوه ورځ وروسته ناټو یوه اعلامیه خپره کړه چې وایي د دوی عسکر به هم په همدې نیټه له افغانستانه وځي.
د بایډن د ادارې دې اقدام ته د متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسۍ بیرته څو اړخيز لور ته د ورګرځولو په توګه کتل کیږي. امریکا ته له ناټو او نورو شریکانو سره د اړیکو رغول ډیر اړین دي ترڅو د بیلابیلو نړیوالو ننګونو لکه د چین د پرمختګ او چاپیریالي بدلون پر وړاندې د دریدو توان ترلاسه کړي.
د سرتیرو د وتلو مهالویش اعلان دا ښيي چې امریکا غواړي د ناتو سره په یوه غږ د ملګرو ملتونو په مرسته په استانبول کې د جوړیدونکي بین الافغاني کنفرانس کې ګډون وکړي کوم چې اصلا په پام کې و چې د اپریل په څوارلسمه نیټه ترسره شي.
بین الافغاني خبرې
تیره میاشت د استانبول کنفرانس جوړیدل د بحثونو په محور کې و، د بایډن ادارې هڅه وکړه چې د مۍ میاشتې تر لومړۍ نیټې وړاندې په ګړنډۍ توګه د دیپلوماتیک فشار له لارې یوه جوړجاړي ته لاره هواره کړي. دا کنفرانس له افغانستانه د سرتیرو د وتلو نه د مخه په افغانستان کې جوړجاړي ته درسیدو په لاره کې د پرمختګ لپاره د سیمه ییزو هیوادونو د ښکیلولو په موخه په پام کې نیول شوی و. وروسته له دې چې طالبانو د اپریل تر څوارلسمې د ګډون په اړه غبرګون ونه ښود نو دا کنفرانس د اپریل څلورویشتمې نیټې ته وځنډول شو. اوس نو له ځنډ سره ښايي دا کنفرانس بې ګټې شي په ځانګړي توګه لا هم ددې ضمانت نشته چې طالبان دې پکې ګډون وکړي. د دې ډلې ویندوی اعلامیه خپره کړې چې ویلي یې دي په یوه اړخیز ډول د سرتیرو د وتلو د نیټې غځول د تړون سرغړونه ده او طالبانو ته اجازه ورکوي چې “اړین ګامونه” پورته کړي.
د طالبانو مشرانو ته باید د استانبول کنفرانس ارزښت روښانه شي چې د دوی ګډون ډاډمن شي. د دوی ځینې غوښتنې لکه د طالب بندیانو خوشې کول، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونه لرې کول، او د ترکیې څخه د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر عبدالرشید دوستم نظامي ملاتړ کمولو لپاره ځانګړو غوښتنو ته باید رسیدنه وشي.
د دې بې باورۍ په رڼا کې، دا حقیقت چې افغان لوري او ډیری نړیوال شریکان په ظاهره د استانبول په لور روان شوي د دوحې د خبرو اترو پروسې ته د پای ټکی ایښودل د سولې پروسې ددې نازک پړاو لپاره خطرناک کار دی.
یوه روښانه پای ته د ژمنتیا پرته د منځګړتوب د چینلونو بدلول رابدلول به یوازې وخت واخلي او ښايي د سولې د تړون په بیه تمام شي، په ځانګړي توګه په داسې حال کې چې د رسمي منځګړي لپاره رول شتون ونه لري.
د افغان حکومت کې دننه اختلافاتو او د سولې لپاره د ولسمشر اشرف غني او امریکا د بیلابیلو متقابلو وړاندیزونو له امله دا لړۍ لا پیچلې شوې ده. دې کار طالبانو ته لا ډاډ ورکړی چې د افغان دولت مذاکره کونکي د سمو او په په یوه غږ د پریکړو کولو وړتیا نه لري.
پرته له دې چې د استانبول په کنفرانس کې څه پیښیږي، د افغانستان حکومت، د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه باید متحد دریځ ولري او دواړه خواوې باید د نورو خبرو لپاره د معیارونو په توګه د اصولو د لارښود رسمي اعلامیه اعلان کړي.
سولې ته لاره
په افغانستان د امریکا او نړیوالو لیوالتیا کمرنګه کیدل ښيي چې اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې افغانان د خبرواترو واګې په لاس کې واخلي او په دایمي اوربند او د سولې په تړون هوکړه وکړي. راتلونکو ټاکونکو میاشتو کې به دا په ډاګه شي چې ایا طالبان او افغان دولت له جګړو نه د ستړي ولس د اداره کولو لپاره اړینه رهبري لري.
اوس ددې وخت دی چې طالبان افغانانو او نړۍ ته خپله سیاسي هوښیاري (تعقل) جوته کړي. طالبانو ته د ناټو د سرتیرو د وتلو اعلامیه زرینه موکه ده، چې کم ترکمه په افغانستان کې د شرایطو پربنسټ د اوږدې مودې لپاره له امریکا پرته د ناټو د سرتیرو د پاتې کیدو له مخکنیو اعلامیو سره جوت توپیر لري.
د طالب مشرانو لپاره دا مهمه ده چې د متحده ایالاتو او ناتو د سرتیرو د وتلو ژمنې په غور وارزوي تر څو په کم زماني توپیر د سرتیرو د وتلو د نیټې د ځڼډ په پلمه په غچ اخیستلو او بریدونو لاس پورې نه کړي.
د طالبانو لخوا د باور وړ تضمین نه شتون چې کابل ته د هغوی بیرته راستنیدل به د ښځو او لږکیو حقونه زیانمن نه کړي او د دوی له لوري د منلو وړ کچې ته د تاوتریخوالي نه کمولو ناامني رامینځته کړې او نورو سیاسي ډلو په وسلوالیدو پیل کړی دی. په ټول افغانستان کې د طالبانو او د طالب ضد احساساتو لوړې کچې او په سیمه کې د اسلامي امارت یا ورته رژیم سره مخالفت کول دا روښانوي چې که چیرې دا ډله د سپټمبر په میاشت کې پلازمینې ته لاړ شي نو جګړه پیل شي.
دا باید په یاد ولرو چې طالبانو په بار بار ویلي چې دوی د ۱۹۹۲ کورنۍ جګړې د بیا تکرار غوښتونکي نه دي، او دوی د افغانستان د دولت ړنګول نه غواړي. دا اوږدمهاله دریځونه کیدی شي د متحده ایالتو د اعلان سره مخالفت کولو پرځای، د مۍ او سپټمبر تر مینځ د پیښو لپاره نوي معیارونه او بریدونه رامنځته کړي.
دا به افغانستان ته ددې موکه په لاس ورکړي چې د متحده ایالاتو او د هغوی د ټلوالګرو په مرسته د پاکستان په ګډون د سیمه ایزو دولتونو بې ثباتۍ د رامنځته کولو اغیزه ختمه کړي. د بهرنیو سرتیرو په منظمه او په سوله ییز توګه وتلو کې د همکاریو په بدل کې د افغانستان لپاره د سیمې او نړیوالو سیاسي او امنیتي تضمینونه لاس ته راتللی شي.
ښه خبر دا دی چې ډیری لوی خنډونه چې په تیرو وختونو کې یې د خبرو اترو لړۍ ځنډوله لرې شوي دي. ولسمشر غني د سرتیرو د وتلو سره هوکړه کړې، د خپلې کاري دورې تر وخته وړاندې احتمالي پای ته رسول یې منلي، د افغانستان د بیلابیلو سیاسي ډلو مشرانو په دوحه کې د خبرو اترو د ټیمونو د غړو تر منځ قوي باوراو اعتماد رامنځته شوی چې د خبرو د اصولو منلو ته یې لاره هواره کړه. اوس چې د افغان رهبرۍ لپاره لاره روښانه شوې ده، افغانان باید د راتلونکي پروسې بریا او ناکامي مسؤلیت په غاړه واخلي.