دې امریکا فضايي ادارې ناسا په مریخ کې د خپلو نویو ازمایښتونو لړ کې په لومړي ځل دې موکسي په نوم یوې الې په واسطه چې مریخ ته استول شوي روباټ کې لګیدلي ، د مریخ پر مخ د کاربن ډکې فضا څخه سوچه د ساه کښلو وړ اکسیجن تولید کړ
د مریخ چاپېرل ۹۶ فیصده کاربن ډای اکساید نیولی ، او هلته اکسیجن یوازې صفر اشاریه ۱۳ فیصده موجود دی، چې دا دې انسان ساه کښلو لپاره کافي ندی. خو ناسا دې نوي ازموینې په ترڅ کې توانیدلي چې دې موکسي الې په واسطه مریخ کې ۵ ګرامه د ساه کښلو وړ اکسیجن جوړ کړي چې دا دې یو ستور مزلي لپاره هلته دې لسو دقیقو ساه کښلو لپاره کفایت کوي. د ناسا په وینا د موکسې اله دې الیکترولاز پروسې دې لارې چې دا پروسه کې دې پراخې تودوخې په واسطه د اکسیجن اتومونه د کاربن ډای اکسایډ مالیکولو څخه بېلیږي د ساه کښلو وړ اکسیجن په جوړولو بریالی شوي. د یادولو ده چې دا لومړی ځل دی چې انسان پدې توانیږي تر څو یو بله سیاره کې د ځآن لپاره د ساه کښلو وړ اکسیجن تولید کړي