د افغانستان ملي امنیت شورا مشر حمد الله محب چې دې خبري کنفرانس کې خبرې کولې ، وویل چې افغان امنیتي ځواکونه پوره چمتو دي چې د نړیوالو ځواکونو وتلو وروسته هم د خاورې دفاع په مېړانه سره وکړي او دې برخه کې هیڅ تشویش نلرو. ده دې بهرنیو ځواکونو تجهیزاتو باره کې وویل چې پدې تړاو مو خپلو نړیوالو متحدینو سره خبرې کړي. او د یو میلیارډ ډالرو تجهیزات به افغان ځواکونو ته وسپاري. محب د افغان سولې په تړاو زیاته کړله چې افغان حکومت چې څومره د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دی ، هغومره د سولې برخه کې هم فعال او پوره چمتووالی لري. همدې خبري کنفرانس ته د افغانستان ملي دفاع وزیر ستر جنرال محمد یاسین ضیا وویل چې د افغانستان ملي اردو هم د هر ډول بهرني او کورني ګواښ پر وړاندې پوره چمتوالۍ لري. دفاع وزیر ضیا زیاته کړله ، هر څوک چې د نظام پر وړاندې دریږي هغه که کورنۍ وي یا بهرنۍ ، د ملي اردو ځواکونه به يې وځپي. دې کنفرانس کې د ملي امنیت عمومي ریس ضیا سراج وویل چې ، د ملي امنیت ځواکونه هم پوره چمتو او دوښمن له هر ډول ګواښ باخبر دي، او د هر ډول اقدام په صورت کې به په وخت او سخت ځواب ورکړي. د نړیوالو ځواکونو وتلو وروسته د نړیوالو لخوا د ځینو خاصو روزل شویو ځواکونو په تړاو ده وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو لخوا د خاصو روزل شوي ځواکونه قطعې ( ۰۱، ۰۲، ۰۳، او کې پي ایف ) وار له مخې د ملي امنیت ادارې او چتر لاندې خپل وظایف پر مخ بیايي. د نړیوالو ځواکونو وتلو وروسته به هم کوم خاص تغیر نه راځي. او دوی به همغسې خپل وظایف د ملي امنیت ادارې تر چتر لاندې ترسره کوي. ضیا سراج دې کنفرانس کې په کویټه کې د طالبانو رهبرۍ شورا تر منځ د پراخو اختلافونو خبر هم ورکړ. ده وویل چې دې اختر منصور ډله د کویټې شورا څخه اطاعت نکوي، همدا شان دې کویټې شورا او پشاور شورا تر منځ هم جنجالونو سر راپورته کړی. سراج الدین حقاني غواړي چې ډېر واک دده په لاس کې وي، بلې خوا ته د ملا برادر ډله ده، او ملابرادر کوشش کوي چې ډېر امتیاز د ده ډله تر لاسه کړي، نو د همدې وجهې پراخ اختلافات يې منځونو کې راغلي. د کورنیو چارو وزیر حیات الله حیات هم دې خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان ښارونو او ولسوالیو کې د هر ډول جنايي او تروریستي پیښو پر وړاندې ملي پولیسو هم پوره چمتووالي لري او په مېړانه سره خپل وظایف پر مخ بیايي.