دې امریکا سنا بهرنیو اړیکو کمیټې نن د افغان سولې او له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو پلان ارزونې په موخه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ورغوښتی وه. او دوه ساعته يې پر ذکر شویو موضوعاتو ورسره پوښتنې او خبرې وکړې.
د امریکا سنا بهرنیو اړیکو کمیټې مشرباب مینانډېز دغه استماعیه ناستې پرانیستونکي وینا کې وویل کله چې په نویمه لسیزه کې له افغانستانه روسان وتلل او امریکا هم افغانستان ته شاه کړله ، نو ۱۰ کاله وروسته يې موږ ته دې سیپتمبر یولسمې بدمرغي راوړله . ځکه خو اوس اړینه ده چې د افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل وارزوو تر څو بیا ددې شان پيښو سره مخ نشو.
همدا شان سناتور باب د خپلې پرانستونکي وینا اخیرنۍ برخه کې طالبانو ته د پيغام په ډول وویل، که تاسو چېرې غواړی راتلونکی حکومت کې رول ولوبوی ، دې نړیوالې ټولنې غبرګون سره مخ نشی ، په جدیت سره د سولې لار تعقیب کړی ، دیموکراتیکو پروسو کې برخه واخلی ، او په ټولنه کې د میرمنو حقونو ته غاړه کیږدی ، ځکه دا به یوازېنۍ لار وي چې تاسو ته نړیوال مشروعیت درکړي. لدې پرته به په تاسو نړیوال بندیزونه ولګیږي ، که چېرې مو په زور کوم نظام رامنځته کړ، هغې سره به د نړیوال بانک هیڅ مرسته نه کیږي. او په تاسو به نور بندیزونه وضع شي.
د امریکا سنا بهرنیو اړیکو کميټې ته خپلو خبرو کې زلمي خلیلزاد زیاته کړله چې له افغانستان دې وتلو پلان له ډېر دقت او ځمکنیو حقایقو ته په کتو نیول شوی. جمهور ریس بایډن له افغانستانه د ځواکونو وتلو تصمیم په څلورو دلایلو نیولی. لومړی خو افغانستان ته د امریکا ورتګ هدف دا وه چې د القاعدې ریښې له هغه ځایه وباسي ، شل کاله وروسته القاعده په افغانستان او سیمه کې سخت ځپل شوي، او ددوی مشر اسامه بن لادن باندې هم عدالت پلی شو. دوهم دلیل دا دی چې نړۍ بدله شوي ، د تروریزم خطر جغرافیا بدله شوي. او افریفا ، منځني ختیځ او اسیا ته يې سرایت کړی. او موږ به دغه سیمو کې نویو ننګونو سره مخ یو. دریم که چېرې مونږ پخوانۍ پالیسی باندې لاړ شو، نو موږ به افغانستان کې شل کاله نوره هم جګړه وکړو. چې دا به ډېره قیمتي جګړه وي .او دا منطقي نده. څلورم که چېرې موږ دیپلوماسی په لار لاړ نشو نو بیرته به طالبانو سره جګړې ته ور وګرځو، چې دا دې امریکا ګټو په چوکات کې نده. نو موږ به دې اوس لپاره دیپلوماسی لاره خپلوه. طالبانو ته مو هم واضحه کړیده، چې که دې نړیوالو ځواکونو وتلو پر مهال يې تاوتریخوالی ته لاس واچولو نو دې سخت غبرګون سره به مخ شي. دې خلیلزاد په وینا چې که څه هم موږ له افغانستان ځو ، خو یو مخې شاه ورته نه اړوه. افغانستان سره به ملکي او افغان پوځ سره مرستې جاري وساتو. او په ورته وخت کې زموږ هڅه دا ده چې د سولې پروسه بریالی کړو، او دې برخه کې مو د پاکستان مرسته غوښتي ده. هغوی پر طالبانو اغیز لري. او دا مو پاکستان ته واضحه کړیده چې افغانستان کې تاوتریخوالی به دې پاکستان په ګټه تمام نشي.
دې یادولو ده چې دې ناسته کې د سنا بهرنیو اړیکو کمیټې اکثریت غړو د افغانستان څخه پر وتلو خوښ نه وو. او دوی اندیښنه ښکاره کوله چې که دې سولې پروسه ناکامه شي، او طالبان تاوتریخوالی ته مخه کړي ، نو افغان حکومت به يې مخنیوي کې پاتې راشي. چې دا چاره به افغانستان کې د امریکا لاسته راوړنې په اوبو لاهو او افغانستان به یو ځل بیا د امریکا لپاره په یوه سرخوږي بدل شي.