د هرات والي سید عبدالوحید زاهد قتالي وایي چې سې شنبه غرمه مهال د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر هاموي موټر د سړک غاړې ماین چاودلی چې له امله یې د ملي اردو پنځه سرتیرې شهیدان شوي او درې نور ټپیان شویدي.
والي قتالي زیاته کړله چې ورته مهال ۹ طالبان هم په شینډند کې د امنیتي ځواکونو سره مخامخ نښته کې وژل شوي.