سید اخندزاده
له خاطرو .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
مخکنئ نظام ړنګ شوی وو، نوي حوکمتونه پیل شوه ، وطن کې د هر تنظیم بیله بیله پاچاهي وه. په ختیځ کې د حاجي قدیر حکومت وو ،د ( ننګر هار جهادي شورای ) په نوم چي ټولو تنظیمنو پکي غړي توب در لود او مشر یې حاجي قدیر وو. دوی د ننګرهار چاري په مخبیولې. دا هغه وخت وو چې ما په ننګر هار کي سبق ویل. د پو هنتون چارې د حکمتیار د تنظیم په بر خه رسېدلې وې چې مصاریف یې دجهادي شورا له خوا ور کول کیدل. ریس او علمي معاون دده له ډلي وو خو په پوهنتون کي د نورو پوهنځیو د ریاست چوکۍ پر تنظیمونووېشل شوې وې. مثلا ادبیات اوطب پو هنځي د حزب اسلامي خالص و، انجنیرې پوهنځی بیا بیرته دحزب اسلامي حکمتیار وو او دارنګهد شرعیاتو، زراعت، حقوق او…. پوهنځي په متختلفو ډلو وېشل شوي وو. تر څنګ یې ولایت هم تقسیم شوی وو.ګمرک او قول اردو دحزباسلامې حکمتیارپه بر خه رسېدلي وو.
په همدې دور کې مونږ درې تنه ملګري له پېښور څخه ننګرهار ته راغلو چې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړو او د ننګرهار پوهنتون کېشامل شو. موږ کې یو تن د حزب غړي توب درلود، ویل یې چې شپه په قول اردو کي کوو ځکه زموږ دحزب برخه ده. فضل الحق مجاهد یېقوماندان و چې ډیر کلونه وروسته په پښورکي ای ایس ای ترور کړ. قول اردو ته ورغلو ماښام وخت وه ، په ټوله قول اردو کې مو د پام وړنظامي اسباب تر سترګو نشول. یوازې مې یو څو تنه پکولوال څڼور ځوانان لیدل . عسکري اطاقونه ټول خالي وو. موږ هم په یوه خونه دننهشوو ، دډوډۍ لپاره مو د دکان څخه د چرګو هګۍ او مستې له ځان سره واخیستې. په یوه دوګجنه تکه توره اشپز خانه کې مو پخې کړې،نوشیجان مو کړې او سهار پو هنتون ته لاړو. ما د قول اردو توان مندي او عسکري تشکیل نه پیژاند چې قول اردو دولس زره نظاميجوړښت لري .
همدارنګه ګمرک هم دحزب اسلامي و د جلال اباد په ښارکي تر هر چا تازه او ښکلی کور دقوماندان غفار و. نومړی د ګمرک مشر و. زموږپه پوهنځي کې د ګمرک د مرستیا ل وراره زموږ ټولګیوال وو چې تر ټولو ښایسته لباس ، ښه ژوند به دده و .
بل پلو ته د ننګرها رقواماندني له اتحاد اسلامي سیاف سره تړاو در لود. میدان هوایې د شاړو حضرت علي په تصرف کي وو. دره نور تهګران ملګري او ټولګیوال خان محمد رحمه الله دعوت کړئ وم، ددوی په کلي کې یو مجلله ماڼۍ له ورایه بریښیدله. ملګري مې را ته کړه چېد حضرت علي کور دی. حیرانتیا دا وه چې د دغې ماڼۍ د جوړه ولولپاره یې سمینټ اوپخي خښتي له جلا ل اباده قوماندان صاحب پههلیکوپتر کي را وړي ځکه هوایې میدان دده وو .
یوه لسمه فرقه د محاذ اسلامي پیرګیلاني قومندان زمان په لاس کې وه. دار المعلمین بیا داتحاد اسلامي وو ، بانګ دجمعیت اسلامي پهټیکه ختلئ و، دارنګه دولایت مهمي بر خي د محاذ د قوماندان شمالي خان تر تسلط لاندي وې. له جلال اباد ده تر تور خم پوري لاره همتقسیم وه. څه د یو قوماندان، څه د بل تنظیم او هر یوه په خپله ساحهٔ کي ځنځیر [ پاټک] اچولی و. له موټرو به یې پیسې اخیستي. همدارنګه دجلال اباد نه تر درونټي پوري درې پاټکونه وو.عجیبه مې دا لیده چې دجلال اباد ښار ته نیزدي دحضرت علي یو پاټک وو، دپاټک له خوا سره یوه لوحه لګېدلې وه چې پرې لیکلي یې وو: بسم الله الرحمن الرحیم! دتلاشۍ پا ټک ! زموږ یو استاد مولوي خادم احمدرحمه الله به په سبق کي ددي لوحي په عنوان پسي ډیر خندل .
ورځي شپي تیریدي بله ورځ یو اسلامي دعوتي مرکز دیو ثقافتي پروګرام لپاره د جلال مشهور ځای د زیتون فارمونو ته له څو تنهمحصلین سره ولاړم. فارمونو کي مو ورځ تیره کړه. د زیتون وني سمي پریمانه وي، له بده مرغه دهري ویالې د ونو په قطار کي د څو ونوسرونه ، خاښونه یا د وني په بدن دجنګو مر مۍ لیګید لي وي . ما نه هیرونکي لحظه هلته دا ولیده چې دفارمونو لپاره کوم دولتي ودانۍ ويټولي یا خو جنګو وراني کړي وي ، چې پاته وي هغه دکباړ پیدا کولو لپاره لا ورانېدلې.
په باغ کي یو څڼور سړی چې سپین کرمیچ بو ټان یې په پښو و، کلا شنکوف یې په ځمکه ایښی وو، ملا یې په کمر بند تړلي وه ، په لاسکي لوی چټک و، ستمی یې خوت ، خولي پي را ماتي دي په فارم کي ولاړه سمټي پایه [ ستنه ] ور باندي وهي. نوره ودانۍ ړنګه شوي وه. یوازي همدا ستنه ولاړه پاته وه. ما تري وپوښتل چې دا څه کوې؟ سړي په ځڼو پټ مخ ځواب را کړ، ویل یې دا ماتوم، د اوسپني سیمان تري باسم او بیا یې په کباړ خرڅوم. ماورته کړه ته دکوم تنظیم یې؟ ویل یې زموږ قوماندان صاحب دحزب اسلامي خالص سره ده او زهیې مجاهد یم!
نور بیا …..
——————
سید ، اخند زاده