د امریکا متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي چې له افغانستان د امریکا او نورو ټولو نړیوالو ځواکونو وتلو وروسته به هم طالبان د کابل په سقوط بریالي نشي. جنرال ملي چې د امریکا دفاع وزارت کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل ، زما د مسلکي اټکل له مخې طالبان هغومره پیاوړي ندي چې کابل به سقوط کړي. ده زیاته کړله : «زه شاهد یم… چې افغان ځواکونه د مبارزې وړتیا لري. موږ د هغوی ملا تړلې ده خو د جګړې رهبري د هغوی په لاس کې ده.»