د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس خپل تازه بیان کې پر طالبانو غږ کړی چې د کوچني اختر په مناسبت درې ورځينۍ اوربند دې وغځوي او تاوتریخوالی دې کم کړي. دده په وینا چې تاوتریخوالي ته بیرته ګرځيدل به بې معنا او غمجن وي او طالبان باید پدې پوه شي چې تاوتریخوالي ته بېرته ستنیدل يې مشروعیت نلري. نوموړي همدا شان وویل چې امریکا د هر هغه اقدام هر کلۍ کوي چې د افغانستان خلک له تاوتریخوالي څخه ژغوري. ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خپل تازه بیان کې د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو لخوا درې ورځينۍ اوربند اعلان هر کلي تر څنګ د تېرې اونۍ تاوتریخوالي ته هم ګوته نیولي او ویلي يې ، چې افغانستان کې دې تېره اونۍ تاوتریخوالۍ وحشتناک وه د کوم له امله چې د افغانستان خلکو لویه بیه پرې کړله. د افغانستان خلک سوله غواړي. نو ددې لپاره پکار ده چې د افغانستان کشاله دې یو سیاسي جوړجاړي په ترڅ کې حل شي. نو اوس اړینه ده چې یو دایمي اوربند وشي، د سولې مذکرات ګړندي شي ، او دغه بې معنا جګړه پایته ورسیږي، او دا هغه څه دي چې افغان ولس يې غواړي، او امریکا د افغان ولس دغې غوښتنې تر څنګ ولاړه ده