د جمیعت اسلامی ګوند مشر ستر جنرال عطا محمد نور د افغانستان ملي بیرغ ، ملي وحدت ، فاشیزم او د افغانستان راتلونکي نظام جوړښت په هکله د خپل ګوند لیدلوری څرګند کړ
په هغه اعلامیه کې چې نن د جمیعت سلامی ګوند مشر له ادرسه خپره شوي راغلي . چې جمیعت اسلامي د هر ډول فاشیزم (هغه که پښتانه يې کوي ، تاجک يې کوي یا يې ترکمن کوي ، مخالفت کوي. او جمیعت ګوند په افغانستان کې د ځواک جوړښت کې د ټولو قومونو د ګډون پلوي کوي. همدا شان اعلامیه کې د افغانستان اوسني درې رنګه بیرغه څخه ددغه ګوند ملاتړ خبره هم شوي. اعلامیه کې زیاته شوي ، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت بیرغ رنګ دې هېواد اساسي قانون لویې جرګې لخوا تصویب شوی.او دې بیرغ رنګونه توکمیز ندی بلکې هر رنګ يې د هېواد ځآنګړي تاریخ سمبول دی. همدا راز اعلامیه کې جمیعت ګوند د تجزیې او فدرالي نظام مخالفت او صدارتي نظام ملاتړ کړی. او اعلامیه کې زیاته شوي، چې فدرالیزم نشي کولای چې د ټولو قومونو حقونه پر ځای کړي، او ځينې قومونه به د خپلو حقونو څخه محروم پاتې شي چې دا به توکمیز تاوتریخوالي لامل شي