د مرکزي بغلان ولسوال سید کمال وايي چې تېره شپه د مرکزي بغلان شیخ جلال سیمه کې مخ پټو وسلوالو د هلو ټرست په نوم یوې بهرنۍ مؤسیسې ۹ کسان وژلي او لس نور يې ټپیان کړیدي. هلو ټرست یوه بې پرې مؤسیسه ده چې له کلونو راهیسې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د ماین پاکۍ دنده په غاړه درلوده