د ایران خوزستان سیمه کې د لسو ډېرو ښارونو څخه خلک لارو کوڅو ته راوتلي ، د څښاک اوبو کمښت له امله يې په قهرجنو لاریونو لاس پورې کړی. لاریون کوونکي چ په غصه دي، مرګ پر خمیني ، مرګ پر ایراني اخوندي دولت ، موږ اوبه غواړو ، موږ تږي یو ، شعارونه او نارې وهي ، د ایران پولیسو سره اخ و ډپ کې دوه تنه لاریون کوونکي وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي