د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ خبریالانو ته ویلي وو، چې امریکايي ځواکونو د افغان ځواکونو په ملاتړ د افغانستان سویلي ولایتونو کې پر وسلوالو طالبانو هوايي بریدونه کړي. نن وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼې کې منلي چې امریکايي ځواکونو هوايي قواوو د کندهار او هلمند ولایتونو کې ددوی پر جنګیالیو هوايي بریدونه کړیدي. او ددوی جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده. یوه بل امریکايي دفاعي چارواکي اسوشېټېد خبري اژانس ته خبرو کې ویلي وو ، چې امریکايي ځواکونو ځینو بریدونو کې هغه پوځي تجهیزات او ګاډي هم په نښه کړي چې افغان ځواکونو شاته پریښودلي ، او طالبانو لاسته ورغلي وو.