د غني مخالفت د نظام مخالفت دی
پاکستان د طالبانو په خوله اصلي خبره وکړه چې «غني د واک پرېږدي». دا زوړ فورمول په نوې خوله دی. دلته ځیني خلک د «قدرت او وطن»، «فرد او نظام»، «حکومت او نظام»، «دولت او نظام»، سره بېلوي او فکر کوي چې دا بېل دي. که چېرې بېل وي او طالبان واقعا سوله غواړې؛ نو د غني د استعفي خبره ولي کوي؟ که دوی د اسلامي نظام لپاره جنګېږې نو پر واک پرېښودلو ولي ټینګار کوي؟ ځکه چې د هغه دولت په سر کې چې ولسمشر غني قرار لري او د کوم نظام استازیتوب چې کوي هلته د مشر د عزل او انتخاب خپل میکانیزم تشریح شویدی. ځیني منتقدین وایي چې ولسمشر غني فرد دی او موږ خو د نظام ملاتړي یو. چې د نظام ملاتړي یاست؛ په همدې نظام کې د مشر د ځایناستې طریقه هم ښودل شوېده؛ نو دا څنګه د نظام ملاتړي یي چې د مشر د انتخاب لپاره په نظام کې تعریف شوی طریقه نه؛ بلکې د پنجاب ازمویل شوی ناکام فورمول غوښتنه او ملاتړ کوي؟
بیا خو ملایان صاحبان او عالمان په دې ښه پوهېږې چې د امر / ولسمشر خلا څومره خطرناکه ده. کله چې رسول الله ص وفات شو؛ د امر انتخاب دومره ضروري وو چې د پیغمبر د جسد او قبر ترمنځ خلا یې هم خطرناکه بلله او د رسول الله ص جسد مطهر لا خښ شوی نه وو چې صحابه وو حضرت ابوبکر صدیق د خلیفه په توګه وټاکلو.
بل په اسلام کې په شورایي نظام باندې تاکید شویدی خو په راس/سر کې ورته د مشر ټاکل حتمي دي. لکه څنګه چې لمونځ یو وړوکي امامت/مشرتوب «امامت صغری» دی. ورته یو امام ټاکل کېږې؛ نو د ولس امامت/مشرتوب ته خو د یوه مشر ټاکل په اولی طریقه اړین او ضروري دي. دا بې مشره د دولت د عالي شورا وړاندېز او ببا د مشر استعفی پرته له یوه تعریف شوي قانوني میکانیزم؛ د نظام د سقوط لپاره کارول کېږې چې ډېر خطرناک عواقب به ولري.
لکه څنګه چې په یوه لمونځ کې ګڼ امامان نه وي؛ همداسې د هېواد لپاره د شورا په بڼه ګڼ مشران نشته؛ کنه د «د ملي وحدت» د دوه سرې حکومت تجربه مو مخکې ده چې بشپړه ناکامه تجربه وه او ما یې له لومړۍ ورځې مخالفت کړیدي.
د غني د استعفی له لارې د مشرتوب تشه را منځته کوي؛ ترڅو ولس بې امامه شي او چې ولس بې شپونکیه شو هر لېوه او ګېډړ به یې په هر کلي، کوڅه او ښار کې ټوټه او څېرې څېرې او باالاخره وخوري چې همدا ددوی هدف دی.
لیکوال : محمد حلیم فدایي