د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل تازه بیان کې ویلي چې ملګري ملتونه افغانستان کې د امارت په نوم د سیاسي جوړښت د بیا رامنځته کیدو پلوي نده.او تر څنګ یې افغانستان کې د وسلوالو طالبانو لخوا پراخ تاوتریخوالي ژوره اندیښنه هم څرګنده کړي او پر طالبانو یې غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. یاد بیان کې امنیت شورا د وسلوالو طالبانو لخوا د ملکیانو وژنه غندلي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د افغانستان کې دې ملکیانو له وژلو لاس واخلي. که څه هم طالبان تر اوسه د کندهار سپین بولدک او غزني مالستان کې د ملکیانو وژنه نه مني. خو افغان حکومت ویلي چې یوازې سپین بولدک ولسوالۍ څخه ۷۰۰ ملیکان د طالبانو لخوا بې درکه کړل شوي ، چې تر اوسه ۱۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي او د نورو لا درک نشته. همدا شان د غزني ولایتي شورا وکیلې فاطمه رحیمي هم هیواد پریس ته منلي چې وسلوالو طالبانو د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ کې تر ۵۰ تنو ملکیان له کورنو باسلي او وژلي یې دي.