د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي رسنیو ته منلي چې نن پلازمینې کابل اوومه ناحیه کې د افغان حکومت رسنیو مرکز مشر دواخان مینه د وسلوالو طالبانو یو ترهګریز برید کې وژل شوی.د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته د دواخان مینه پال وژنې پړه په غاړه اخیستي. دواخان مینه پال د څو میاشتو راهیسې د افغان حکومت رسنیو مرکز مشر ټاکل شوی وو، له هغې د مخه د افغان ولسمشر مرستیال ویاند وو.