بي بي سي انګلیسي ځانګړی راپور
ژباړه : هېواد پریس
لومړۍ برخه
طالبان مالي امکانات له کومه کوي ؟
طالبان د نړۍ یوه تر ټوله شتمنه یاغي ډله ده ، چې دې امریکا او متحدینو ملاتړ سربیره یې دوو لسیزو لپاره افغان حکومت سره جګړه وکړله تر څو چې تېره اونۍ يې افغان حکومت ددوی سترګو په وړاندې وپرځولو. دا دې طالبانو اول ځل ندی چې د افغانستان په ۹۵ سلنه خاوره خپل حاکمیت د زور لارې تحمیلوي. دوی په ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ پورې هم د افغانستان په ۹۵ سلنه خاوره د زور د لارې حاکمیت خپل کړی وو
د ۲۰ کلونو جګړې سربیره چې دغه ډلې په لسګونه زره جنګیالي پکې د لاسه ورکړل ، خو بیا یې هم د پرمختګ مخه و نه نیول شوه ، او وروستیو کلونو کې يې زور او د کنترول لاندې ساحې په پراخیدو شولې . یو لسیزه د مخه يې ۳۰۰۰۰ دیرش زره سرتیري درلودل ، چې دا شمیره د روان کال نیمايي کې د ۷۰۰۰۰۰ اویاه زرو څخه ۱۰۰۰۰۰ سلو زرو ته رسیدلی وو. پدغه شیمر کې یاغي جنګیالیو ساتلو لپآره ډېر شمیر کې داخلي او خارجي مالي منابعو ته اړتیا لیدل کیده. د ملل متحد اټکل له مخې طالبانو د ۲۰۱۱ کال وروسته د کال ۴۰۰ څلور سوه میلیونه عاید درلودل. خو ۲۰۱۸ میلادي کال کې د بي بي سي یو څېړنیز راپور له مخې د طالبانو کلني مالي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی موندلی وو. د بي بي سي موندنو ښودله چې دغې ډلې کلني مالي عاید ۱.۵ یو اشاریه پنځه میلیارده ډالرو ته رسیدلي وو.
د طالبانو مالي عایداتو په تړاو بي بي سي افغانستان دننه او بهر ځينو مرکو په ترڅ کې موندلي وه چې د طالبانو مالي شبکې یو پیچلی مالي سیستم پر مخ بیولو
بهرنۍ مرستې
یو شمیر افغان او امریکايي چارواکو بي بي سي ته څرګنده کړي وه چې طالبانو سره د پام وړ بهرنۍ مرسته د پاکستان ، ایران او روسیې څخه کیدله . کوم چې دغه ډلې به هر وخت ترې انکار کولو. همدا راز په خصوصي ډول ځينو پاکستانیو اتباعو، د خلج هیوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر هېواونو هم دغه ډلې سره لویه مالي مرسته کوله. که څه هم په دقیق ډول د مرستې اندازه نه معلومیدله خو کارپوهانو د اټکل له مخې د یادو هېوادونو مالي مرستو په ترڅ کې طالبانو ته د کال ۵۰۰ میلیونه ډالر رسیدل. بلخوا ته ۲۰۰۸ کال کې د امریکا استخباراتو محرم راپور کې لیکلي وو چې یوازې د خلیج هېوادونو څخه د کال ۱۰۶ میلیونه ډالر مرسته طالبانو ته رسیدله
مخدره مواد
طالبانو د خپل بغاوت سنګر پیاړوي ساتلو لپاره د مخدره موادو په سر د ماليې اخیستلو او په غیر قانوني ډول مخدره مواد قاچاق له کبله هم ډېره بسپنه تر لاسه کوله. افغانستان دا مهال د نړی تر ټولو لویه اندازه اپیوم تولیدوي. چې په کلني ډول دغه اندازه د ۱.۵ میلیارده ډالرو څځه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې رسیږي. طالبانو د اپینو کر کیلي د وجهې ۱۰ فیصده مالیه د بزګرانو او مخدره موادو قاچاقبرانو څخه اخیستله. د اټکل له مخې طالبانو د مخدره موادو څخه د کال د ۱۰۰ سلو میلیونو څخه تر ۴۰۰ څلور سوو میلیونو پورې مالي مرسته تر لاسه کوله. ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان لپاره د امریکا بیارغاونې د ځآنګړي مفتش (سیګار) په یوه راپور کې د متحده ایالاتو قوماندان جنرال جان نیکولسن له قوله لیکل شوي وو چې د مخدره موادو تجارت د طالبانو کلنی عایدو ۶۰ سلنه جوړوي