کندهار کې د طالبانو مسولینو رسنیو ته منلي چې تېره ورځ کندهار ښار پنځمه او نهمه ناحیه کې د پخواني افغان حکومت پولیس وسلوالو کسانو له کورونو ایستلي او بیا یې وژلي. د طالبانو مسولینو په وینا لومړۍ پېښه د کندهار ښار نهمه حوزه کې شوي، هلته د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ د دهلې د پوستې قوماندان توریالی او درې وروڼه یې یو ځای وسلوالو وژلي. او دوهمه پېښه چې د کندهار ښار پنځمه ناحیې نساجې پله ته څېرمه شوي ، د کندهار امنیه قوماندانۍ د جنايي څانګې افسر فدا محمد وسلوالو کسانو اول له کوره ایستلی او بیا یې وژلی. د یادولو ده چې که څه هم طالبانو د افغان حکومت له پرځولو وروسته عمومي عفوه اعلان کړله ، خو لا هم د پخواني افغان حکومت سرتیرو وژنو خبرونه او ویډيو ګانې مخې ته را روانې دي.