ځايي سرچینې وايي چې نن د جمعې لمانځه ادا کولو مهال څلور ځآنمرګي بریدګر د کندهار ولایت لومړۍ حوزې اړوند د اهل تشیع یو جومات کې بریدونه ترسره کړي. لومړنيو معلوماتو له مخې ۳۰ تنه پکې مړه شوي او ۹۰ کسان پکې ټپیان شویدي. که څه هم تر اوسه د یادې پیښې پړه چا پر غاړه نده اخیستي ، خو تېره اونۍ ورته پیښه کندز کې ترسره شوي وه، چې وروسته یې بیا داعش پړه په غاړه واخیستله.