موږ په تاریخي لحاظ د ملامت او بد مېراث خبره له پېړیو کوو خو که لېرې ولاړ نشو او یوازې د افغانستان له استقلال څخه یې راپیل کړو. د غازي امان الله خان په اشتباهاتو سیاست کوو، د ملت د بابا ظاهرشاه په اشتباهاتو سیاست، د داود خان په اشتباهاتو سیاست کوو، د خلقیانو په اشتباهاتو سیاست کوو، د مجاهدینو په اشتباهاتو سیاست کوو، د ط ال بانو د تېرې دورې په اشتباهاتو سیاست کوو، د جمهوریت په اشتباهاتو سیاست ، د کرزي او غني په اشتباهاتو سیاست کوو او هر خلف خپل سلف توهین کړی یا په فساد، یا غلامي، یا بې دینۍ، یا ظلم، یا انحصار، یا استبداد، یا بد اخلاقي، یا غلا، یا تعصب و غیره یې تورن کړی او چې په زور یا رضا واک ته رسېدلي دي بیا هم تر پایه د خپل سلف په نېمګړتیاوو تبصرې، خبرې او پیغورونه سره تبادله کوي؛ نو بیا دلته څو بنسټیزې پوښتنې دي؟
لومړی: آیا دا نېمګړتیاوې یوازې د افغانستان حکومتونو لرلې دي او که د ګاونډیو په ګډون د نړۍ هر هېواد لرلې دي؟
دوهم: کوم نظام چې نېمګړتیاوې ونلرې هغه بیا د انسانانو نه بلکې د ملایکو حکومت دی؛ د صحابه وو له حکومتونو را واخله تر نن پورې داسې حکومتونه نه دي راغلي چې هغه ملایکه وي او هیڅ نېمګړتیا ونلري؟
درېیم: هر حکومت چې د خپل سلف د چپه کولو کوشش کړیدی نو توجیهات یې دا ول چې موږ تر پخوانیو بهتره اهل یو اوتر هغوی ښه خدمت کولای شو، نو ببا ولي شاتګ کوو؟
اصلي ستونزه داده چې موږ تېر حکومتونه مطلق ردوو او خپل مطلق سپینې کوترې ګڼو. د تېرو هغه اشتباه چې پر خلاف یې جنګېدلي یوو هغه بيا تر هغې پر بده بڼه د واک پر وخت تکراروو. مثلا: د جمهوریت پر خلاف یې ځکه جګړه کوله چې دلیل یې داوو چې افغانستان یې اشغال کړیدی؛ که دې یوې دقېقې لپاره دا درسره ومنو چې دا ادعا مو سمه ده؛ نو آیا دا اوس دپاکستان حکومت افغانستان عملا نه دی اشغال کړی؟ د بهرنیو چارو له وزېر واخله تر استخباراتو رییس ، کابینې غړو، ژورنالیسټانو او ټول یې پرته له ویزې او د افغانستان هر ریاست، هرې ادارې او هر وزارت ته داسې نه ځي لکه دوی چې کوربه وي.!؟ آیا په هوایې ډګر کې د پاکستان سفیر د پاکستان غړو ته داسې ښه راغلاست او لارښوونه نه کوي لکه چې د پاکستان پینځمې صوبې ته چې راغلي وي؟! آیا ددوی پرمخ هوایي او ځمکني اصلي او فرضي ټولې پولې نه دي خلاصې او ستا د ولس پرمخ یې ټولې لارې نه دې بندې کړي!؟ آیا ستاسو بهرنی سیاست، اقتصادي او مالي سیاست، امنیتي او د حکومتداري سیاست دوی نه ټاکي؟ که جمهوریت ددورې د چارواکو کورونه امریکا، لندن او اروپا کې ول او هلته یې بیزنس کولو او لوڼو او زامنو یې په عصري پوهنتونونو کې زده کړې کولې؛ آیا ددوی د وزېرانو او عادي مامورینو کورونه په پنجاب، کوېټه، اسلام آباد، لاهور او کراچي کې نه دي!؟ آیا قسم ورکړي چې هلته له فوځیانو او ځینو سیاستوالو سره په ښارګوټو او ټاونونو کې ګډ تجارت او بیزنس نه کوي!؟ اشغال که تور او یا سپین دی؛ بد دی. نو دا څنګه د یوه اشغال پر خلاف جهاد کوي او بل اشغال په ډولۍ او ناز او اداء سره په ارګ کې کېنوي!؟ که هلته ټامیان ول؟ آیا دلته تورلینګي نسته؟ که هلته نېکټايي والا ول دلته د لنګ وال نشته!؟ که هلته د عبد الله او غني ترمنځ خلیلزاد او جان کیرې ثالثي کوله آیا نن جنرال فیض حمید، قریشي او باجوه د ت البانو د مشرانو ترمنځ ثالثي نه کوي؟
د جمهوریت چارواکې اروپا او امرېکا او نورې نړۍ ته ځکه هجرت ته مجبور کړای شول چې ګاونډي هېواد خو اشغالګر دی او د همدې اشغالګر هېواد په اسټابلشمنټ کې د افغانستان د تباهي او د همدې ملي چارواکو او شخصیتونو د ترور پلانونه جوړېږې!؟
اوس به بیا تالیب، ددوی پلویان او نمک حرامه جمهوریتیان دا نېوکه کوي چې په جمهوریت کې دا ټولې ستونزې وې؛ پیغورونه به راکوي، نو چې هلته هم وې او ته یې هم تکراروې او د واک د نېولو لپاره د په زرګونو ملکي او نظامي خلک هم شهېدان کړل او خبره هم بېرته د اشغال ده، نو بیا خو ته تر هغې بدتر شوې!؟ آیا د تور اشغال پر خلاف ملي پاڅون روا ده او کنه؟ آیا د هغه هېواد د اشغال پر خلاف چې وایې «رمضان جانی اور پټان جاني پر خلاف جهاد نه دی روا!؟
نو؛ تاریخي درس داده چې د پخوانیو اشتباهاتو نه زده کړه وکړئ، د جمهوریت په ګډون د ټولو حکومتونو ښې کړنې راواخلئ، ناسمې یې مه تکراروئ. ملي مشروعیت، سیاسي مشروعیت، قانوني او بالاخره نړۍوال مشروعیت لپاره د جمهوریت په اشتبهاتو تبرئیه نشي اخېستلای!؟ بلکې عملي اقدامات په کار دي. د بد مېراث او د جمهوریت د ناکامۍ ډول نور مه غږوئ. تاسو اوس په زور نېولی دی؛ واک اوس له ت الب سره دی! تاسو اوس د هغه تورې سوړې او غار ت ا لب ان نه یې، تاسو اوس د افغانستان د عظمت «ارګ» واکدار ځان بولې! اوس له ټیپیک، دودیز، کلیشه ای، انحصاري، عقده ای، ملایي، اخوندي او سلیقوي برخورد او چلند راووځه. که تا پرون په زور د خلکو له کورونو ډوډۍ او دروېزه راټولوله او خپل نس دې پرې مړاوو، اوس به ته وږي مړوي، ډوډي به ورکوي او ملت حق لري چې تا په زور دې ته قانع کړي چې ددوی خېټې ورمړې کړئ. اوس به ته خلکو ته خدمات وړاندې کوي. تاسو چې ادعا کوې چې د خدای په نصرت نړۍ ماتولای شې ، نه د پنحاب په نصرت، نو تاسو ولي د خدای په نصرت بېکاره نشې په کار کولای، وږي نشې مړولای، ناروغ نشې جوړولای، بې تعلیمه نشې تعلیم یافته کولای، دمغزونو د فرار مخه نشې نېولای، د ورځنیو نرخونو بیه نشې کنټرولای، د مامورینو معاش نشې ورکولای نو یا خو د پرون ادعا ناسمه ده او یا دد نن غوښتنه بې ځایه ده.
او که ستاسو دا بهانې وې، دجمهوریت ملامت او تالب سلامت سیاست وي، دبد میراث ډنډوره وي، دا تور اشغال وي او ستاسو همدا اشتباهات نو بیا مو عمر ډېر کم او ولس ډېر مات او خوار وینم اود خدای او ملت پر وړاندې به مسوول یاست. حکومت نېول آسانه دي اما چلول یې هنر، اهلیت، تعهد، تخصص، تجربه او تقوا غواړي . کېدای شي یو څوک موټر سایکل په زور له یو چا واخلي او یا موټر اما که ډرېور نه وي، رڼې رڼې به ورته ګورې! نه به بیا ځان او نه مسافر په کې خپل منزل ته رسولای شي.
لیکوال: محمد حلیم فدایي