د افغانستان ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ دهزک سیمې څخه محلي سرچینو رسنیو ته ویلي چې یاده سیمه کې د تېرو څو ورځو راهیسې داعش ډلې خپل تور بیرغونه پورته کړیدي ، او د خلکو څخه د همکارۍ او دوی سره یو ځای کیدو غوښتنه کوي. همدا شان د یادې ولسوالۍ زرتالې او مرچې سیمو جوماتونو کې هم داعش ډلې د دوی سره یوځآی کیدو په خاطر تبلیغاتي پاڼې ویشلي او پاڼو کې یې دوی سره یو ځای کیدونکو کسانو سره ۳۰۰۰۰ دېرش زره افغانیو ورکړې خبره کړي.