د خیبرپښتونخوا پولیسو رسنیو ته منلي چې د خیبرپښتونخوا اړوند هنګو بلند خیل سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر پوسته نامعلومو وسلوالو برید کړی چې د پاکستان سرحدي ځواکونو اووه عسکر ټپیان شویدي، چې د درملنې په موخه ټل پوځي روغتون ته رسول شوي.د امنیتي سرچینو په حواله یاده نښته کې دوه وسلوالو هم وژل شوي. او نور په تیښته بریالي شوي. که څه هم د یاد برید پړه تر اوسه چا په غاړه نده اخیستي خو یاده سیمه کې د پاکستاني طالبانو ډلې فعالې دي، او وخت په وخت په پاکستانیو ځواکونو بریدونه ترسره کوي.