يرون د افغانستان کرېکټ بورډ په رسمي فیسبوک پاڼه خبر خپور شوو چې د افغان کرېکټ پخوانئ لوبغاړی میرویش اشرف د افغانستان کرېکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه په دنده وګمارل شوو. خو دا خبر د څو ساعتونو وروسته د افغان کرېکټ بورډ له رسمي فیسبوک پاڼې لرې کړل شوو. او نن پکې بل خبر خپور شوو چې د افغان کرېکټ بورډ عمومي مشر حاجي عزیزالله فضلي د کرېکټ نړیوالې شورا مشر ګریګ بارکلي سره لیدلي. یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې پرون افغان کرېکټ بورډ کې د ریاست چوکۍ په سر سخته زور ازمايي شوي ، د سرچینې په وینا پرون د میرویس اشرف تقرر په پلوی د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستئ د بدري قطعې وسلوالو سره او د ملابرادر ورور د عزیزالله فضلي په پلوی د عمري قطعې وسلوالو سره ورغلي وو. او نېږدې وو چې د افغانستان کرېکټبورډ کې لویه وسلواله نښته رامنځته شي ، خو د نورو مشرانو په مداخلې لنډ مهال لپاره یې مخه ونیول شوله ، خو لا هم شته مخالفتونه پر ځای پاتې دي. بلخوا د کرېکټ نړېوالې شورا هم په بېړنۍ توګه د افغان کرېکټ بورډ اوسنۍ مشر حاجې عزیزالله فضلي وربللی.