که څه هم دوه ورځې د مخه پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته طالب چارواکي په رسمي ډول غوښتل شوي وو، خو د ګدون پر مهال یاد سازمان غونډه کې د افغانستان چوکۍ چې د افغانستان ملي بیرغ نښه شوي وه، تشه وه. او د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته په یوه بیله چوکۍ کې د ناستې اجازه ورکړل شوي وه. او همدا شان د یاد سازمان غونډې پای کې د ګروپي عکس اخیستلو پر مهال د طالبانو بهرنیو چارو وزیره ته اجازه ورنکړل شوه. چې د یاد سازمان ګروپ عکس کې ودریږي.