د پآکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې تېره شپه د شمالي وزیرستان میرعلي خېسور په کرکڼه سیمه کې نامعلومو وسلوالو د پاکستان پر پوځيانو برید کې څلور پاکستاني پوځيان ځای پر ځآی وژلي ، او وسلوال له سیمې په تېښته بریالي شوي. همدا شان د ميرعلي بازار د ننه د نامعلومو وسلوالو یو بل برید کې هم یو پولیس وژل شوی او وسلوال له سیمې په تېښته بریالي شوي. د یادولو ده چې دوه ورځې د مخه هم شمالي وزیرستان کې د پاکستان پر پوځ د سړک غاړې چاودنه کې یو پوځي سرتېری وژل شوی او بل ټپي وو. د شمالي وزیرستان او نورو قبایلي ضلعو کې له هغه وروسته تاوتریخوالي زور اخیستی چې د تحریک طالبان پاکستان سره د پاکستان حکومت ډز بندي له یوې میاشتې وروسته پایته ورسیدله.