د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو رسنیو ته ویلي چې تېر ماښام د بلوچستان ایالت کوټې ښار جناح پر سړک د کوټې ساینس پوهتون دروازې مخې ته د جمعیت علما اسلام ډلې پر راټولیدنه چاودنه شوي چې د یادې ډلې څلور کسان پکې وژل شوي او ۱۶ نور پکې ټپيان شویدي. تر اوسه کومې ډلې د یاد برید پړه پر غاړه نده اخیستي.