د پاکستان صدر اعظم عمران خان خپل تازه بیان کې رسنیو ته ویلي چې افغانستان کې د بشري بحران قابو کولو لپاره پاکستان تیار دی چې خپل مسلکي بشري قوه واستوي. د عمران خان له دفتره خپرې شوي خبرپاڼې کې راغلي چې عمران خان خپل حکومت ته امر کړی چې افغانستان کې د بشري بحران قابو کولو لپاره د طب ، معلوماتي ټیکنالوژۍ، حسابدارۍ او مالیې برخو کې مسلکي او پوه کسان واستوي. که څه هم د عمران له بیان وروسته د طالبانو غبرګون لا مخې ته ندی راغلی. خو د عمران خان بیان د افغان سیاسونو او افغان ولس د کلک غبرګون سره مخ شوی. په خواله رسنیو خپاره شویو بیانونو کې افغانانو له عمران خان غوښتي چې نور دې افغانستان کې له مداخلې لاسې واخلي. او افغانان دې پریږدې چې خپل وطن په خپله جوړ کړي. د یادولو ده چې د پخواني افغان جمهور رئيس حامدکرزي هم خپل تازه بیان کې د عمران خان بیان ته غبرګون ښودلی. نوموړي ویلي چې افغانستان د پآکستان مسلکي بشري قوي ته هیڅ اړتیا نلري. ځکه چې افغانستان خپله مسلکي بشري قوه لري او باید د هغې څخه ګټه واخیستل شي.