د طالبانو حکومت کابل امنیه قوماندان ویاند جنرال مبین رسنیو ته منلي چې نن غرمه مهال د کابل بګرامیو ولسوالۍ اړوند بتخاک څلور لارې ته نېژدې شمشاد کوڅه کې د طالبانو په یوه رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوي، چې له امله یې څلور طالبان ټپيان شوي، او یو ماشوم د پېښې ځای کې وژل شوی. تر اوسه کومې ډلې د یادې چاودنې پړه پر غاړه نده اخیستي. خو پر کابل د طالبانو واکمنیدو وروسته داعش ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.