ننګرهار څخه د طالبانو امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د کوز کونړ ولسوالۍ د طالبانو امنيه قوماندان قاري حنیف او د هغه ۷ ساتونکي د يوه بندي د وژلو په تور نیول شوي ، دا مهال تر نظارت لاندې دي او دوسیه به یې ژر د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضاييارګانونو ته وسپارل شي.
د ننګرهار طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي رسنيو ته ويلي، چې د کوز کونړ په امنیې قوماندانۍ کې پرون یوه بندي د امنیتيساتونکو د ناسم چلند او تشدد له امله ساه ورکړې ده.
هغه زیاته کړه، د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د سیمې د اوسېدونکو د شکایتونو پر بنسټ د دغه بندي د وژلو په تور تېره ورځ د کوز کونړامنیه قوماندان قاري حنیفي او د هغه ۷ ساتونکي ونیول.
دی وايي، نیول شوی قوماندان او ۷ ساتونکي یې دا مهال په امنیې قوماندانۍ کې تر نظارت لاندې دي چې ژر به یې دوسیه د څېړنو لپارهعدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
ده یادونه وکړه چې څه موده وړاندې هم په کوز کونړ ولسوالي کې یو جسد پیدا شوی و چې د کورنۍ له عریضې وروسته یې د وژلو په تورد امنیې قوماندانۍ ۳ امنیتي کسان نیول شوي وو.