په ناروې کې میشتو افغانانو د یکشنبې په ورځ د طالبانو د هغه پلاوي پر ضد لاریون وکړ چې ددغه هېواد پلازمېنې اوسلو ته ددغه هېواد له چارواکو او دې نړیوالې ټولنې له استازو سره پر یو شمېر مسایلو د خبرو لپاره تلليدي.
لاریونوالو رسنیو ته ویلي چې دغه لاریون یې د طالبانو د پلاوي سفر او د ناروې له چارواکو او د نړېوالې ټولنې له غړو سره د هغوی د کتنو په مخالفت کې ترتیب کړی. همدا راز لاریونوالو رسنیو سره خبرو کې ویلي چې طالبان د امریکا د ترهګرو په تور لیست کې دي او باید په ناروې کې له هغوی سره خبرې ونشي.
د طالبانو پلاوی چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کوي ، د شنبې په ورځ اوسلو ته رسیدلی، او ټاکل شوي چې د ناروې ، فرانسې ، جرمني ، ایټالیا، بریتانیا ، امریکا او اروپايي ټولنې له ځانګړیو استازو سره لیدنې کتنې او خبرې وکړي. له دې مخکې دناروې بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي و چې له طالبانو سره د خبرو بلنه او خبرې د هغوی د رسمیت پيژندلو په معنا ندي. بلکې په افغانستان کې د روان بشري وضیعت د هواري لپاره اړینه ده چې د طالبانو له استازو سره خبرې اترې وشي.