د امریکا واشنګټن ښار کې د افغانستان سفارت اړوند بانکي حسابونه کنګل شویدي. د یاد سفارت دوو لوړ پوړو کارکوونکو رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ، د یوې میاشتې ډېر وخت کیږي چې امریکا کې د افغانستان سفارت او ددو قونسلګیریو اکاونټونه کنګل شوي او دوی ورته لاس رسۍ نلري. سرچینې همدا راز ویلي که څه هم پدې تړاو د امریکا خارجه وزارت سره هم خبرې شوي خو کوم پرمختګ پکې ندی شوی او د امریکا خارجه وزارت څخه دوی ته ویل شوي چې دغه موضوع دې بهر نه باسي. خو افغان دیپلوماتانو ویلي چې د سفارت او قونسلګیریو بانکي حسابونو کنګل کیدل به د سفارت او قوسنلګیریو کارکوونکو په تنخواګانو ، کرایو او صحي بیمو هم ناوړه اغیز پرې باسي. بلخوا د افغانستان په قونسلګیریو کې نوي پاسپورټونه هم ختم شوي، خو د چا چې ضرورت وي نو په وخت تېرو پاسپورټونو مودې ورته غځوي. او درخواست کوونکي باید دې درخواست په وخت کې چیک یا د پیسو ارډر ځان سره ولري.