د امريکا متحده ايالاتو کانګرس رسنیو دفتر خبر ورکړ چې د امریکا کانګریس د اوکراین سره د مرستو په خاطر د لينډ– ليز قانونيمصوبې رای ګیري وکړله چې یاده قانوني مصوبه د ۴۱۷ مثبتو او ۱۰ مخالفو رايو په ورکولو سره تصویب شوله.
د لینډ–لیز قانوني مصوبه د لومړي ځل لپاره د دوهمې نړيوالې جګړې پر وخت د امریکا متحده ایالاتو ۳۲ ولسمشر فرانکلين روزليټ په۱۹۴۱ کال د مارچ په یولسمه د هیټلر پر ضد امضا کړی وو. چې امریکا د هغې له مخې خپلو متحدينو ته مهمات، تجهیزات، خواړه،ستراتیژیک خام مواد، د تیلو محصولاتو په ګډون په وړیا توګه لیږدول.
د اوکراین سره د مرستې په خاطر د یادې قانوني مصوبي توشیح کیدو وروسته به امریکا د روسیې یرغل څخه د اوکراین خلکو دفاع لپارهد اوکراین سره پراخې دفاعي او بشري مرستې وکړي.