په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان لخوا تازه بیان کې ویل شوي چې “ یاد سازمان د واکمنو چارواکو د یوه پخواني غړي له خوا په دې وروستيو کې داجباري واده او له یوې ښځې د ناوړه استفادې د تورونو په اړه اندېښمن دی.
موږ پر واکمنو چارواکو غږ کوو چې د ښځو له حقونو د ټولو ادعا شویو سرغړونو مسله په راڼه ډول وڅیړي، ترڅو عاملینو سره يې حسابوشي او د افغان میرمنو او نجونو خوندیتوب ډاډمن کړي”.
که څه هم یاد سازمان په بیان کې د کوم طالب چارواکي نوم ندی اخیستی خوظاهرآ یې دې وروستیو کې یې د طالبانو کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري سعید خوستي لخوا په زوره د الهې په نوم یوې محصلېسره اجباري واده ته وه. چې دوه ورځې دې مخه رسنیز شولو او د الهې په نوم یوې جینۍ رسنیو سره خبرو کې ادعا وکوله چې هغه دقاري سعید خوستي په نوم یو طالب چارواکي لخوا په زوره واده ته اړ کړل شوي، د زور زیاتې او شکنجو لاندې پرې جینسي تیري شوي. او دا مهال یې ژوند ته لوی ګواښ متوجه دی.