د خیبر پښتونخوا بنو څخه راپورونه وايي چې تېر ماښام یو شمیر وسلوال د بنو ظلعې کېنټ سیمه کې د پاکستان ترهګرۍ ضد مرکز ته ننوتلي او هلته ټول امنیتي کسان یې یرغمل نیولي. د بنو ځايي امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې ورته مهال یاد مرکز باندې جګړه هم روانه ده ، چې له امله يې دوه پولیس هم ژوبل شويدي. د سیمې څخه راپورونه وايي چې د پيښې وروسته پاکستان ځآنګړي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسیدلی خو تر اوسه پدې ندي توانیدلي چې یاد مرکز د یرغمل کوونکو له منګولو خلاص کړي. بل خوا ته په خواله رسینو د یادې پېښې اړوند یوه داسې ویډيو هم خپره شوي چې پکې وسلوال کسان د یاد مرکز دننه دي او د یاد مرکز نیولو دعوې تر څنګ غوښتنه کوي چې دوی ته دې د هوا د لارې افغانستان ته دې تګ زمینه برابره شي که چېرې د پاکستان حکومت يې غوښتنې ته غاړه کېنښوده نو د یاد مرکز ټول کسان به له منځه یوسي. د یادولو ده چې دې روانې اونۍ کې دا دوهم لوی برید دی چې دې تحریک طالبان پاکستان لخوا د خیبر پښتونخوا اړوند پولیسو او نورو امنیتي مرکزونو باندې ترسره کیږي.