پر بدخشان د واكمنو ااا امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتره خپاره شوي بیان کې راغلي چې نن سهار د بدخشان د فیض اباد ښار امنیه قوماندانۍ اول قراول ته څېرمه د بمي چاودنې له امله د یاد ولایت لپاره د ااا امنیه قوماندان مولوي عبدالحق ابو عمر د خپلو دوو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی. او دوه کسان نور ټپیان شویدي. پر کابل د واکمنو ااا کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم رسنیو ته دې یادې چاودنې او مرګ ژوبلې پخلی کړی. او زیاته کړیده چې یاده چاودنه د بدخشان ولایت امنیه قواماندانۍ ته څېرمه یوه موټر کې د چاودیدونکو توکو چاودنې له امله رامنځته شویده. چې په تړاو یې څلور تنه شکمن کسان نیول شویدي. تر اوسه د یادې چاودنې پړه چا پر غاړه نده اخیستي.