د لسیزو راهیسي لوړ انفلاسیون او په ټپه ولاړ اقتصادي حالت پاکستان په تېزی سره دیوالیه کیدو خواته روان کړیدی. که څه هم د پاکستان حکومت پدې هڅه کې دی چې د اقتصادي ثبات راوستلو لپاره واردات کم کړي، او تازه اقداماتو کې د ملک صدر اعظم شهباز شریف فرمان ورکړی چې دې ملک بجلی مصرف ساتلو لپاره دې ښارونه او مارکیټونه اتنیمي بجې وتړل شي، خو بل خوا ته بیا دې ملک کې مصرف کوونکي نرخونه د تېر کال په پرتله ۲۵ فیصده زیات شویدي. چې د کوم له امله د پاکستان اسعارو نرخونه لویدلي. اقتصادي چارو پوهان وايي چې ، دا مهال دې پاکستان دننه بد اقتصادي صورت حال له امله د نړۍ نور ملکونه پاکستان ته دې پور ورکولو لپاره هم زړه نه ښه کوي ، ځکه چې بېرته تادیه کیدلو کې به دغه ملک دیوالیه کیدل یقیني شي ، ملي اقتصاد به يې له منځه لاړ شي او حتی په لویه کچه ټولنیزي ناکرارۍ به هم رامنځته شي. د یادولو ده چې د یاد بد اقتصادي صورت حال له امله دا مهال پاکستانۍ روپی هم په بې ساري ډول د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت د لاسه ورکړی چې نن یو ډالر شاو خوا ۲۳۰ پاکستانۍ کلدارې تبادله کیدلو!