د پنجاب اسمبلۍ نن ۴۸ ساعته وروسته له هغه منحل شوله چې د پنجاب وزیر اعلئ پرویز الهئ یې د منحل کولو امر د پنجاب ګورنر ته استولی وو. خو د پنجاب ګورنر د پرویز الهئ امر باندې د عمل انکار کړی وو. چې د قانون له مخې د ګورنر رد عمل په صورت کې اسمبلۍ ۴۸ ساعتونو وروسته په خپله منحل کیږي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پنجاب اسمبلۍ ماتول خپله بریا بولي. او تېره ورځ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلئ محمود خان هم د یادې صوبې اسمبلۍ ماتولو ته اشاره کړي وه. نو د قانون له مخې که د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم ماته شي نو عمومي ټاکنو ته لار پرانیستل کیږي. او عمران خان هیله مند ښکاري چې دا ځل به د پاکستان پارلمان کې ډېرې چوکۍ خپلوي.