د افغانستان ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل له هېواده بهر د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند تر نامه لاندې د خپل سیاسي ګوند شتون اعلان وکړ. ښاغلي نبیل د دغه ګوند د موجودیت د اعلانولو پر مهال وویل چې ، د دغه ګوند د مشرتابه تشکیل موقتي دی.او په افغانستان کې د کړکېچن وضعیت او له بېلابېلو سیاسي قوتونو سره د لا زیاتې همغږۍ اړتیا ته په پام سره یې پرېکړه کړې چې د لنډ مهاله انتقالي دورې د ترلاسه کولو لپاره د خپل کمپاین له موجودیت او “لنډ مهاله” منشور څخه کار واخلي او په پای کې د یوې لنډمهاله انتقالي دورې د رامنځ ته کولو لپاره خپل کمپاین رامنځته کړي.د نبیل په وینا “د جمهوریتونو د مشرانو ناسم مدیریت او بهرنۍ معاملې ” د دې لامل شو چې اشرف غني له هېواده وتښتي او طالبانو د ۱۳۹۳ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه واک په لاس کې واخلي”.
د دغه نوي جوړ شوي ګوند په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ په پټنځای بدل شوی، افغان ولس بې شمېره کړاوونه ګاللي او د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.