د روسیې سره د اوکراین خبرو پلاوي یو غړي عمروف تازه څرګندونو کې ویلي چې ، د پوتین ځواکونه پر اوکراین د درې اړخونو څخه د برید تیاری نیسي. د عمروف په وینا چې روسي ځواکونو دا برید د فبرورۍ په لومړیو کې پیل کیدی شي، د نوموړي په وینا، دا برید به د شمال څخه، د بیلاروس د پولې په اوږدو کې، د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له مرکزونو او له جنوب څخه راشي. عمروف وویل، «روسي پوځیان موږ له ۲۴۰ درجو څخه محاصره کوي، د تورې بحیرې له اړخه، د بیلاروس، لوهانسک او دونیتسک له سیمو څخه به حملې کوي.»
په ورته وخت کې، هغه وویل چې اوکراین په کافي اندازه مهمات او وسلې نه لري. “موږ له روسانو سره په خپلو لاسونو جګړه کوو”.
د اوکراین یاد چارواکي دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې ناټو او متحدین یې لا هم د اوکراین سره د ځینو پرمختللو وسلو په مرسته کې زړه نا زړه کیږي.