دې نشنل انټرسټ په نوم له امریکا څخه خپریدونکي مجلې تازه ګڼه کې ویلي چې حالاتو ته په کتو سره به پاکستان په خپله خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو ماتولو کې پاتې راشي. یادې مجلې لیکوال اروین راهي تازه ګڼه کې ویلي. کله چې د افغانستان پخوانی جمهوري حکومت ړنګ شولو. او پر کابل افغان طالبانو منګولي ټينګي کړې. پاکستان کې د ټي ټي پي وسلوالو بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلو. چې پاکستان يې سم دې واره پړه پر کابل واکمنو طالبانو واچوله، او تور يې پورې کړ چې د پاکستان ضد وسلوالو ته يې افغانستان کې د پناه ځایونه ورکړي.او هغوی بیا د هغه پټنځایونو څخه په ګټې اخیستنې پاکستان کې خپل بریدونو تنظیموي. د مجلې لیکوال د خپلې اوږدې لیکنه کې د افغانستان ، پاکستان او طالبانو تېر تاریخ ته هم ځغلنده کتنه کړي. او په ۱۹۹۹ میلادي کال کې يې د اسامه قضیې ته هم اشاره کړي. چې طالبانو يې امریکا ته په نه ورکولو سره خپل رژیم له منځه یوړو. مجله زیاتوي چې تېر تاریخ ته په کتو اوس نو داسې څرک نه ښکاري چې، افغان طالبان به په اسانۍ سره ټي ټي پي له افغانستان څخه وشړي. ځکه چې له یوې خوا که طالبان د میلمه پالنې تاریخ لري. دې بلې خوا د ټي ټي پي سره ایدیالوژیک ورته والی او ملګرتیا ګډ تاریخ هم لري. ځکه چې ټي ټي پي پر کابل د افغان طالبانو واکمنولو کې اهمه ملګرتیا کړي. د مجلې لیکوال د لیکنې په پای کې لیکلي چې پاکستان باید نېږدې را روان وخت کې سختو ورځو راتللو ته تیارئ ونیسي. د لیکوال په وینا چې د پاکستان لپاره به داسې اسانه لار پیدا نشي چې له دغه بحران څخه ځان پرې وباسي. ځکه که چېرې ټي ټي پي سره د جګړې لاره غوره کړي نو د ګټې امکان يې پداسې حال چې د پاکستان اقتصادي وضعیت خورا ناوړه حالت کې دی ، ډېر کم دی. او که چېرې بیا د ټي ټي پي سره مذاکراتو ته مخه کوي نو د یاد جنګ بایللو په معنا به وي. او یا که چېرې پاکستان په افغانستان کې دننه خپل عملیات پیل کړي نو افغان طالبان به له ځآن نوره هم لرې او هندوستان ته نېږدې کړي. چې داسې حالت کې هم بریا ناشوني ده. نو له اوسني وضیعت داسې ښکاري چې پاکستان بې لدې چې سختو ورځو راتللو ته تیاری ونیسي بله لار نلري.