د پاکستان هوایي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي چې د پاکستان هوایي ځواکونو مشر مارشل ظهیر احمد بابر سیدو نن د امریکا مرکزي قوماندانۍ هوایي قواوو ډګر جنرال الیکس ګرینکویچ سره پلازمینې اسلام اباد خپل دفتر کې لیدلي او پر دوه اړخیزو همکاریو سره غږیدلي.
د بیان له مخې چې دواړو هوایي قواوو مشرانو د دفاعي همکاریو په زیاتوالي هم ټینګار کړی. د یادولو ده چې دا لیدنه داسې مهال مخې ته راځي چې پاکستان کې بدامنۍ زور اخیستی. او د حالاتو څېړونکي پدې باور دي چې پاکستان به یو وارې بیا له امریکا څخه د خپل دوښمن په ځپلو کې د ډرون بریدونو همکاریو غوښتنه وکړي.