د اسلام اباد پولیسو د چهارشنبې په ورځ ناوخته د پاکستان یوې محکمې څخه د تحریک انصاف (پي ټي آی) سینئیر مرستیال فواد چوهدري د غدارۍ په قضیه کې د دوه ورځو فزیکي حبس امر تر لاسه کړلو .
د اسلام اباد یوې محکمې د تحریک انصاف مرستیال فواد چوهدري د غدارۍ په قضیه کې ددوو ورځو فزیکي حبس لپاره د اسلام اباد پولیسو ته په لاس کې ورکړ. چې د هغې وروسته پولیسو نوموړی اسلام اباد کې د تروریزم ضد څانګې مرکز ته انتقال کړ.
فواد چوهدري ټول تورونه په کلکه رد کړي او د قضیې د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ، د نوموړي په وینا “دغه ایف ای ار د درغلۍ او شرم وړ دی”.