د کابل څخه راپورونه وایي چې طالبانو نن کابل کې د افغان نجونو د ښوونیز بهیر ملاتړی استاد اسماعیل مشعل نیولی. کابل کې د طالبانو لنډ مهالي حکومت اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي عبدالحق حماد د نوموړي نیول کېدو په اړه تازه څرګندونو کې ویلي چې ” استاد مشعل چې له څه وخت راهيسې يې په ډېر مهارت د نظام پر ضد پاروونکي کړنې ترسره کولې، مازديګر يې ګڼ شمېر خبريالان پر ځان راټول کړي وو او پر عمومي سړک يې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه، امنيتي ادارو د تحقيقاتو لپاره بېولی”. د یادولو ده چې استاد مشعل د طالبانو لخوا د نجونو ښوونیز بهیر بندولو په غبرګون کې د استادی دندې لاس په سر شوی وو. او دا مهال یې د ژوند ګذارې لپاره کابل کې لاسي ګاډۍ چلوله.