یوې حکومتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې روانې فیبروری میاشتې په دوه ویشتمه د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشری افغانستان ته تللي پلاوي د طالبانو چارسمبالي حکومت ته د تحریک طالبان پاکستان (TTP)په اړه سخت پیغام رسولی. یادې سرچینې زیاته کړي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان طالبانو ملا برادر ته ویلي چې که دې افغانستان له خاورې د تحریک طالبان پاکستان TTP بریدونو مخنیوی ونشي. نو پاکستان به افغانستان خاورې دننه هغوی په نښه کړي. خو په ځواب کې د طالبانو ملا برادر په افغانستان کې د تحریک طالبانو پاکستان له شتون منکر شوی. او پاکستاني پلاوي ته يې ویلي چې تحریک طالبان پاکستان د دوی له واکمنیدو سره افغانستان پریښودلی او پاکستان ته اوښتي. او ورته ډول افغان طالبانو هم پاکستاني پلاوي ته ددوی هوايي حریم څخه د افغانستان پر ضد د امریکايي ډرونو الوتکو الوتلو ته ګوته نیولي چې پاکستاني پلاوي يې دا ادعا رد کړي او ملابرادر ته يې ویلي چې پاکستان هیڅکله د افغانستان په ضد امریکا ته د خپل هوايي حریم کاریدلو اجازه نده ورکړي. یادې سرچینې دا هم زیاته کړي چې یاد پلاوي د طالبانو ملا برادر ته هغه ثبوتونه هم سپارلي چې دې پاکستان امنیتي ځواکونو د بنو تروریزم ضد مرکز باندې د تحریک طالبانو پاکستان وسلوالو بریدونو تنظیم سازی نښې پکې وې. تېر کال دسیمبر کې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال د بنو تروریزم ضد مرکز باندې ننوتل او یاد مرکز يې درې ورځې په لاس کې وو چې وروسته بیا د پاکستان پوځيانو لخوا د عملیاتو په ترڅ کې د ټي ټي پي ټول وسلوال ووژل شول او یاد مرکز وژغورل شولو. د یادولو ده چې د پاکستاني پلاوي سره د لیدلو وروسته افغان طالبانو یوې اعلاميې په ترڅ کې ویلي وو چې پاکستان سره يې پر دوه اړخیزو تجارتي اړیکو او همکاریو خبرې کړي.