د پاکستان د پېسو ورکړې راکړې مارکیټونو نن د ریکارډ په کچه د پاکستانۍ کلدارې پریلوتلو شاهد وو. دا مهال چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. د لومړنیو خوراکي توکو بیو په لوړیدو او د بهرنیو اسعارو د تبادلې کمپنیو لخوا د ډالرو پر ارزښت د لګول شوي محدودیت له پورته کېدو وروسته پاکستانۍ کلدارو نن یوازې څو ساعتونو کې د یوه ډالر پر وړاندې نږدې ۴۴ روپۍ ارزښت بایلود. او دا مهال یو امریکایي ډالر په ۲۸۱ پاکستانۍ کلدارو تبادله کیږي. چې دا دې پاکستان په تاریخ کې د کلدارو دومره لویدل بې ساري بلل شوي. د یادولو ده چې د پاکستانۍ کلدارو ارزښت داسې مهال په تیزۍ سره مخ په ځوړ روان دی چې پاکستان د سخت اقتصادی بحران سره مخ او دیلوالیه یا مفلیس کیدو ته نېږدې شوی.