مارچ -۲۵- ۲۰۲۳
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران عمران خان چې د نیوز چینل فور تلویزون سره یې نن ځانګړي مرکه درلوده. د افغان نجونو تعلیم په اړه د افغانستان طالبانو دریځ په هکله یې د خبریال پوښتنې ځواب په ترڅ کې وویل چې ، نړۍ دې اول طالبان په رسمیت وپیژني او بیا دې افغان نجونو تعلیم زده کړې اجازې غوښتنه ترې وکړي. خان زیاته کړله ، “ اوس چې طالبان د نړۍ څخه ګوښه ساتل شوي. بندیزونه پرې لګیدلي. پیسې یې کنګل شوي. داسې حالت کې دوی ولې نړۍ ته غوږ ونیسي. نو زما مشوره دا ده چې نړۍ دې اول طالبان خپلې غېږې ته ورنېږدې کړي. او بیا دې ترې د بشري حقونو ته دې درناوي غوښتنه وکړي. نو امکان لري چې هغه وخت دوی دا خبره ومني.” د یادولو ده چې افغان طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې وروسته چې پر کابل واکمن شوي، افغانستان کې د نجونو او مېرمنو تعلیم ، تحصیل او کار په وړاندې یې سخت دریځ نیولی. او له هر څه یې منعه کړي.